আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
127 : 37

فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

نو د ده د قوم له خوا بل څه نه ؤ پرته له دې چې درواغجن یې کړ او د دوی د تکذیب له امله به دوی په عذاب کې حاضرکړای شوو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

د ده د قوم له مومنو او الله ته په عبادت کې له مخلصو کسانو پرته، نو بېشکه هغه عذاب ته له حاضرېدو څخه نجات موندونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

او مونږ د ده ښایسته ستاینه او پاک یاد په ورستنیو امتونو کې پرېښوده. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 37

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟

د الله لخوا دې الیاس ته ښه راغلاست او ستاینه وي. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

لکه څرنګه مو چې الیاس ته دا ښایسته بدله ورکړه، خپلو نیکانو مؤمنو بندګانو ته هم همداسې بدله ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه الیاس په حقه سره زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې په خپل رب باندې ایمان لرلو کې ریښتیني دي. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 37

وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشکه لوط د الله تعالی له هغو رسولانو څخه ؤ چې ده خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي لېږلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 37

اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو یاد کړه کله چې مو هغه او د هغه ټوله کورنۍ د ده په قوم له رالېږل شوي عذاب څخه وساتل. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 37

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟

پرته له مېرمنې د ده، د خپل قوم عذاب ورته ورسېده؛ ځکه چې هغه هم د دوی په څېر کافره وه. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 37

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

بیا مو د ده د قوم څخه هغه پاتې شوي تباه کړل چې دا یې دروغجن ګڼلی و او څه چې ده راوړي ؤ پر هغه یې باور نه کولو. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 37

وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ

او بېشکه تاسو-ای د مکې والاو- خامخا شام ته په خپلو سفرونو کې د دوی په کورونو سهار مهال تېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 37

وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او تاسو پرې همدا راز د شپې لخوا هم تېرېږئ، آیا عقل نه چلوئ، او له هغه څه پند نه اخلئ چې دوی ور وګرځېدل پس له دروغجنولو او کفر کولو او د داسې بدکارۍ ترسره کولو چې مخکې ترې چا نه وه ترسره کړې؟!. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 37

وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشکه زمونږ بنده یونس د الله له هغو رسولانو څخه و چې خپلو قومونو ته زېری ورکوونکي او وېرونکي یې لېږلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 37

اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

کله چې له قوم څخه د خپل رب له اجازې پرته وتښتېد او یوې داسې بېړۍ کې سپور شو چې له مسافرو او سامان ډکه وه. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 37

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ

نو نږدې وه چې بېړۍ د ډکوالي له امله ډوبه شي، نو مسافرو پچه واچوله چې ځینې یې وغورځوي؛ د بېړۍ د ډوبېدو د ویرې له کبله د زیاتوالي د مسافرو، نو یونس علیه السلام له همدوی بایلونکو څخه ؤ، نو په سمندر کې یې وغورځولو. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 37

فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟

نو کله چې یې په سمندر کې وغورځولو نوماهي ونیولو او روغ یې تېر کړ، په داسې حال کې چې ده د ملامتیا کار کړی و؛ چې د خپل رب له اجازې پرته سمندر ته تللی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
143 : 37

فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ

نو که چېرې یونس مخکې له دې چې څه پرې وشي د الله له ډېرو ذکر کوونکو څخه نه وی او که چېرې د ده تسبیح ویل د ماهي په خیټه کې نه وی. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 37

لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ

نو خامخا به د ماهي په ګېډه کې تر قیامت ورځې پورې ځنډېدلی وی څو یې قبر ګرځېدلی و. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 37

فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ

بیا مو د ماهي له ګېډې څخه د ونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی و له دې کبله چې د ماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 37

وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ

او په دغه خالي زمکه کې مو ورباندې د کدو بوټی را زرغون کړ څو یې سوري ته کښیني او خوراک ترې وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
147 : 37

وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ

او هغه مونږ خپل قوم ته استولی ؤ چې شمېر یې سل زره ؤ بلکې زیات وو. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 37

فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ

نو ایمان یې راوړ او په هغه څه یې باور وکړ چې ده ورته راوړي وو، نو الله تعالی ورته د دنیا په ژوند کې مهلت او سوکالي ورکړه تر دې چې هغه ټاکلي نېټې یې پوره شوې. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ

ای محمده! د مشرکانو نه د انکار په ډول وپوښته: آیا تاسو الله لره هغه لورګانې ګرځوئ چې خپله یې بدې ګڼئ، او ځانونو لپاره هغه ځامن ګرځوئ چې ورسره مینه لرئ؟! دا څرنګه ویش دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 37

اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟

څرنګه دوی دعوه لري چې ملائکې ښځینه دي، په داسې حال کې چې دوی د هغوی پېدایښت کې حاضر نه وو، او نه یې لېدلي ؤ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 37

اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
info
التفاسير:

external-link copy
152 : 37

وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

خبر اوسئ پرته له شکه د مشرکانو پر الله له درواغ ويلو او تور لګولو څخه دا هم دي چې هغه ته د اولاد نسبت کوي، او هغوی په دغه دعوی کې درواغجن دي.
info
التفاسير:

external-link copy
153 : 37

اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ

آیا الله خپل ځان لپاره هغه لورګانې غوره کړي چې تاسو یې بدې ګڼئ په هغو زامنو باندې چې تاسو یې خوښوئ؟! هېڅکله نه. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• سُنَّة الله التي لا تتبدل ولا تتغير: إنجاء المؤمنين وإهلاك الكافرين.
د الله هغه سنت نه بدلېږي او نه تغیرېږي: د مومنانو ساتنه او د کافرانو هلاکول دي. info

• ضرورة العظة والاعتبار بمصير الذين كذبوا الرسل حتى لا يحل بهم ما حل بغيرهم.
د هغو خلکو د انجام څخه عبرت اخیستلو ضرورت چې رسولان یې دروغجن ګڼل څو پرې هغه څه نازل نشي چې پر هغوی نازل شوي. info

• جواز القُرْعة شرعًا لقوله تعالى: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ اْلْمُدْحَضِينَ ﴾.
د پچې اچولو روا والی د الله د دې وینا له کبله: بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو. info