আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
103 : 37

فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ

او کله چې دواړو الله ته سر ټیټ کړ او هغه ته یې غاړه کېښوده، ابراهیم علیه السلام خپل زوی د تندي په اړخ وغوړځولو څو د هغه د حلالولو امر پر ځای کړي چې ورته شوی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 37

وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ

او مونږ ورغږ کړ- په داسې حال کې چې هغه د زوی د حلالولو په اړه د الله د حکم عملي کولو کلک هوډ کړی ؤ- چې ای ابراهیمه!. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 37

قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

بېشکه هغه څه دې ریښتیا کړل کوم چې تا خوب کې ليدلي وچې د زوی د حلالولو هوډ دې درلود، بېشکه -لکه څرنګه چې مونږ تا ته د دغه ستر ازمیښت څخه د خلاصون بدله درکړه- همداسې بدله نیکانو ته هم ورکوو نو د ازمیښتونو او سختیو څخه یې خلاصوو. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 37

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟

بېشکه دا یو څرګند ازمیښت ؤ، او یقینا ابراهیم پکې بریالی شو. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 37

وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟

او مونږ د اسماعیل په بدله کې چې ستر پسه ورکړ چې پر ځای يې حلال شي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ

او د ابراهیم ښایسته ستاینه مو په وروستنیو امتونو کې پرېښودله. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 37

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟

د الله لخوا ورته ښه راغلاست دی، او له هر زیان او آفت څخه ورته د سلامتیا دعا ده. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 37

كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

لکه څرنګه مو چې ابراهیم علیه السلام ته په طاعت کولو دا بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه ابراهیم زمونږ له هغو مومنو بندګانو څخه ؤ چې د الله د بندګۍ په غوښتنو یې وفا کوله. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 37

وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او هغه ته مو په یو بل زوی زېری ورکړ چې نبي او نیک بنده به وګرځي چې اسحاق دی؛ د الله د هغه تابعدارۍ په بدله کې کومه یې چې د یوازیني زوی اسماعیل ذبحه وه. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 37

وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠

او مونږ په ده او د ده پر زوی اسحاق برکت نازل کړ، نو نعمتونه مو ورزیات کړل، چې له هغې څخه د دوی د اولاد زیاتوالی دی، او د دوی دواړو له اولادې څخه ځینې نیکان دي په تابعدارۍ د خپل رب، او ځینې په کفر او ګناهونو کولو سره په خپل نفس ښکاره تېري کوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 37

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ

او بېشکه مونږ پر موسی او د هغه پر ورور هارون د پېغمبرۍ احسان کړی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 37

وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

او دوی دواړه او قوم یې؛ بني اسرائیل مو د فرعون د غلامۍ او غرقېدلو څخه ژغورلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 37

وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ

او مونږ د فرعون او د هغه د لښکرو پر وړاندې د دوی مرسته وکړه، نو بریا د دوی وه پر خپلو دښمنانو. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 37

وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ

او موسی او د هغه ورور هارون ته مو تورات د الله له خوا داسې کتاب ورکړ چې څرګند دی او هېڅ ګډوډی نلري. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 37

وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ

او دواړو ته مو هغه سیده لاره ورښوولې وه چې کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام دین هغه لار ده چې د پېداکوونکي خوښۍ ته رسونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ

او دواړو لپاره مو په وروستیو امتونو کې ښه ستاینه او پاک یاد پرېښود. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 37

سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

د الله لخوا ورته پاک ښه راغلاست او ستاینه ده، او د هرې بدۍ څخه د سلامتیا دعا ده. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

لکه څرنګه مو چې موسی او هارون ته دا نېکه بدله ورکړه همداسې بدله نیکانو ته په طاعت کولو ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 37

اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه موسی او هارون په الله د مومنو بندګانو او په هغه څه عمل کوونکو څخه وو چې ورته یې روا کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 37

وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشکه الیاس د خپل رب له لوري له استول شوو رسولانو څخه و، چې الله پر ده د نبوت او پېغمبرۍ انعام کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 37

اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

کله چې یې خپل د بني اسرائیلو هغه قوم ته وویلې چې دې ورلېږل شوی ؤ: اې زما قومه! آیا د الله څخه نه وېرېږئ؛ د هغه د اوامرو په منلو، چې له هغې څخه یو د الله یو ګڼل دي، او د هغه د نواهیو څخه ځان ژغورلو نه، چې د هغې څخه یو شرک دی info
التفاسير:

external-link copy
125 : 37

اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ

آیا تاسو له الله پرته د خپل بت بعل عبادت کوئ او د الله عبادت پرېږدئ چې ډېر ښایسته د پېداکوونکو دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 37

اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او الله خو ستاسو رب دی چې تاسو یې پېدا کړي یاست، او ستاسو پلرونه یې هم پخوا لا پېدا کړي ؤ، نو هماغه د عبادت وړ دی، نه بل څوک له بتانو څخه چې نه ګټه رسوي نه زیان. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• قوله: ﴿فَلَمَّآ أَسْلَمَا﴾ دليل على أن إبراهيم وإسماعيل عليهما السلام كانا في غاية التسليم لأمر الله تعالى.
دا وینا: (فلما اسلما (کله چې دواړو غاړه کېښودله) پر دې دلیل دی چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام دواړه د الله امر ته کلکه غاړه اېښودونکي وو. info

• من مقاصد الشرع تحرير العباد من عبودية البشر.
د بشر د بندګۍ څخه د بندګانو ازادي د شریعت له مقاصدو او موخو څخه ده. info

• الثناء الحسن والذكر الطيب من النعيم المعجل في الدنيا.
ښایسته ستاینه او پاک یاد په دنیا کې د عاجلو نعمتونو څخه دي. info