ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - أبو زكريا

سورة الضحى - ضحی

external-link copy
1 : 93

وَالضُّحٰی ۟ۙ

93-1 قسم دى په څاښت باندې info
التفاسير:

external-link copy
2 : 93

وَالَّیْلِ اِذَا سَجٰی ۟ۙ

93-2 او په شپه باندې كله چې قراره شي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 93

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلٰی ۟ؕ

93-3 چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى info
التفاسير:

external-link copy
4 : 93

وَلَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰی ۟ؕ

93-4 او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 93

وَلَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰی ۟ؕ

93-5 او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې info
التفاسير:

external-link copy
6 : 93

اَلَمْ یَجِدْكَ یَتِیْمًا فَاٰوٰی ۪۟

93-6 ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 93

وَوَجَدَكَ ضَآلًّا فَهَدٰی ۪۟

93-7 او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه info
التفاسير:

external-link copy
8 : 93

وَوَجَدَكَ عَآىِٕلًا فَاَغْنٰی ۟ؕ

93-8 او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې info
التفاسير:

external-link copy
9 : 93

فَاَمَّا الْیَتِیْمَ فَلَا تَقْهَرْ ۟ؕ

93-9 نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه info
التفاسير:

external-link copy
10 : 93

وَاَمَّا السَّآىِٕلَ فَلَا تَنْهَرْ ۟ؕ

93-10 او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه info
التفاسير:

external-link copy
11 : 93

وَاَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ۟۠

93-11 او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه info
التفاسير: