ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - أبو زكريا

سورة البلد - بلد

external-link copy
1 : 90

لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

90-1 زه قسم خورم په دې ښار باندې info
التفاسير:

external-link copy
2 : 90

وَاَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ

90-2 په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې info
التفاسير:

external-link copy
3 : 90

وَوَالِدٍ وَّمَا وَلَدَ ۟ۙ

90-3 او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 90

لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ كَبَدٍ ۟ؕ

90-4 یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّنْ یَّقْدِرَ عَلَیْهِ اَحَدٌ ۟ۘ

90-5 ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 90

یَقُوْلُ اَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ۟ؕ

90-6 دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى info
التفاسير:

external-link copy
7 : 90

اَیَحْسَبُ اَنْ لَّمْ یَرَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ

90-7 ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 90

اَلَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ عَیْنَیْنِ ۟ۙ

90-8 ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 90

وَلِسَانًا وَّشَفَتَیْنِ ۟ۙ

90-9 او یوه ژبه او دوه شونډي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 90

وَهَدَیْنٰهُ النَّجْدَیْنِ ۟ۚ

90-10 اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 90

فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ۟ؗۖ

90-11 نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست info
التفاسير:

external-link copy
12 : 90

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْعَقَبَةُ ۟ؕ

90-12 او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 90

فَكُّ رَقَبَةٍ ۟ۙ

90-13 خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 90

اَوْ اِطْعٰمٌ فِیْ یَوْمٍ ذِیْ مَسْغَبَةٍ ۟ۙ

90-14 او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده info
التفاسير:

external-link copy
15 : 90

یَّتِیْمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ۟ۙ

90-15 یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 90

اَوْ مِسْكِیْنًا ذَا مَتْرَبَةٍ ۟ؕ

90-16 یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 90

ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ۟ؕ

90-17 بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 90

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ

90-18 دغه كسان دښي اړخ والا دي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 90

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا هُمْ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ

90-19 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 90

عَلَیْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ ۟۠

90-20 په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي info
التفاسير: