57-3 هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى
57-4 دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه (الله د خپل شان لايق) له تاسو سره دى، هر چېرې چې تاسو یئ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى
57-8 او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده، كه چېرې تاسو مومنان یئ
57-10 او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى
57-15 نو نن ورځ به نه له تاسو نه څه فدیه (معاوضه) اخيستلى شي او نه له كافران شویو كسانو نه، ستاسو استوګنه اور دى، هغه (اور) ستاسو دوست (او لايق) دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
57-17 تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ځمكه د هغې له مرګ (وچوالي) نه پس ژوندۍ كوي، یقینًا مونږ تاسو ته ایتونه بیان كړي دي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
57-22 نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده
57-26 او یقینًا یقینًا مونږ نوح او ابراهیم رسولان لېږلي وو او د دغو دواړو په اولاده كې مو نبوت او كتاب ایښى و، نو په دوى كې ځینې هدایت موندونكي دي او په دوى كې ډېر زیات فاسقان دي
57-28 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او د هغه په رسول ایمان راوړئ هغه (الله) به تاسو ته له خپل رحمت نه دوه حصې دركړي او تاسو لپاره به رڼا پیدا كړي چې تاسو به له هغې سره (په پل صراط) ځئ او تاسو به وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
57-29 د دې لپاره چې اهل كتاب (په دې) ښه پوه شي چې دوى د الله له فضله په هېڅ شي باندې قادر نه دي او دا چې بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى