4-66 او كه په رښتیا سره مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و