3-164 خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو