2-143 او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
2-144 یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى