18-14 او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ له هغه نه غير بل معبود وبلو نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره كړې وي
18-15 زمونږ دغې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان نيولي دي، دوى پر (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!
18-16 او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور (او پراخه) كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي
18-17 او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي ګس اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست
18-18 او ته به پر دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او ګس اړخ اړوو او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى، كه ته پر دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي
18-26 ته ووایه: الله ښه عالم دى پر مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه هر څه ښه لیدونكى او هر څه ښه اورېدونكى دى! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضا) كې هیڅوك نه شریكوي
18-27 او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغهٔ نه غیر به ته له سره هېڅ پناه ځاى ونه مومې
18-34 او د دغه (كس) لپاره نورې مېوې هم وې، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې له یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم
18-37 ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې
18-39 او كله چې تهٔ خپل باغ ته داخل شوې تا ولې ونه ویل چې مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړي، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې
18-46 مال او زامن خو د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ تر ټولو غوره دي او د امېد په لحاظ تر ټولو ښه
18-47 او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نږدو
18-49 او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي
18-50 او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغهٔ اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې هغوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى
18-51 ما دغه (شیطانان) نه د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم
18-55 او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې له خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي
18-56 او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړي او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره او ټوكې ونیول
18-74 نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ
18-76 هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقینًا ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې
18-88 او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به هغه ته زمونږ په كار كې پیدا كړو
التفاسير:
89:18
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
18-89 بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مشرق ته يې ورساوه)
18-99 او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول