10-15 او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي، ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې له خپله ځانه تبدیلي وكړم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم
10-16 ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (،نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغهٔ، تاسو پر ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
10-18 او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي
10-20 او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم