ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز

external-link copy
70 : 9

اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۙ۬— وَقَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَاَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَالْمُؤْتَفِكٰتِ ؕ— اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

ایا دې خلکو ته د تیرو شوو خلکو حالات ندي معلوم شوي؟ ایا د نوح د قوم،عادیانو،ثمودیانو،د ابراهیم د قوم،د مدین د خلکو په بل مخ اړول شوو کلیو[۱۵]خبر ورته نه دی رسیدلی؟هغوی ته پیغمبران له ټولو ښکاره دلیلونو سره راغلي وو.الله پاک په هغوی تیری نه دی کړی بلکې هغوی وو چې په ځانونو یي تیری کاو. info

[۱۵] له ائتفاک نه اخیستل شوی چې د سرچپه کولو او بل مخ اړول په معنا ده مراد ترې د لوط قوم دی،افک کلمه هم له همدې باب نه ده چې رښتیا په درواغواړوي.(تفسیر البحر المحیط د ابي حیان الاندلسي الغرناطي).

التفاسير: