لدې وړاندې هم هغوی د فتنې راپورته کولو هڅه کړې وه[۱۱]او ستا د ناکامۍ لپاره یې ډير کارونه لاندې باندې کړي وو تر څو حق راغی او د الله دین بریمن او ښکاره شو که څه هم هغوی ناخوښه وو.
[۱۱] د احد په غزا کې د جنګ له صحنې څخه راوتلي وو(ابن جریر الطبری)
که تاته خوښي رسیږي نو په هغوی درنه تمامیږي او که له غم سره مخ کیږئ نو له خوښۍ نه وايي مونږ له پخوا خپل کار جوړ کړی ؤ او د خوښۍ او خندا په حال کې له تاسې نه جلا کیږي.
ای محمده!(صلې الله علیه وسلم)ووایه! تاسې زمونږ په هکله له دوه ښیګنو څخه(۱۲)د یوې د تر لاسه کولو پرته د بل څه انتظار نه کوئ او ستاسې په هکله زمونږ انتظار دادی چې الله مو له خپل لورې له عذاب سره لاس او ګریوان کړي او یا مو زمونږ پر لاسونو وربړوي نو اوس تاسې انتظار کوئ مونږ هم درسره منتظر یو.
د هغوی د مصرف نه مننې یوازینی دلیل همدادی چې هغوی له الله او د هغه له رسول نه منکر دي،او چې لمانځه ته وړاندې کیږي نو خورا زړه ماتی او چې څه مصرفوي نو پرې ډیر ناخوښه وي.