او هغه خلک پریږده چې له خپل دین نه یې لوبه او تماشا جوړه کړی او دنیو ژوند غولولي دي. او په قران هر چا ته پند ورکړه هسې نه چې د خپلو کړو له کبله داسې پریوزي چې پرته له الله به یې نه څوک دوست وي او نه سپارښت کوونکی. که د خلاصون لپاره هر څه وړاندې کوي ترې اخیستل کیږي به نه، دا هغه خلک دي چې د خپلو کړو له کبله هلاکت ته سپارل شوي دي. او د خپل کفر او بې لارۍ له مخې به یې ګرمې اوبه څښاک او دردناک عذاب په برخه وي.