( ای محمده!) ووایه چې ای د کتاب څښتنانو! تاسې هیڅ نه یاست تر څو تورات، انجیل او هغه څه چې د رب له لورې درته نازل شوي دي په بشپړه توګه په خپل مینځ کې ودروئ خو بې پرې خبره همدا ده چې ستا د رب له لورې نازل کړای شوي څیزونه به د هغوی د ډیرو سرغړونه او نه منل لا پسې زیات او تیز کړي نو ته پر نه منونکي قوم مه غمجن کیږه.