ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز

رقم الصفحة:close

external-link copy
34 : 43

وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ

او هم به مو، د هغوی د کورونو دروازې او هغه تختونه چې تکیه پرې کوي له سپینو رو کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 43

وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠

او د ورځني ژوند نور څیزونه به مو له سرو زرو ور کړي وو. خو: دا ټول د دنیوي ژوندون ګټه ده. او اخرت ستا د رب په وړاندې یوازې دپرهیزګارانو لپاره دی. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 43

وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟

او هر څوک چې د رحمن خدای له یاد نه بې پروا شي نو مونږ یو شیطان په غاړه کې وراچوو او هغه يي همیشنی دوست وي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 43

وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

شیطانان دا وړ خلک له سمې لارې نه په څنګوي خو هغوی انګیري چې ګنې په سمه روان دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 43

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟

تر څو چې مونږ ته راشي نو بیا خپل شیطان دوست ته وايي: دریغه چې زما او ستا ترمینځ د ختیځ او لویدیځ هومره لرې والی وای ته ډیر بد دوست يې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 43

وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

او نن ورځ به دا بیزاري تاسې ته هیڅ ګټه ونه رسوي. او له دې کبله چې تاسې تیری کړی دی نو دواړه په عذاب کې یو برابر يي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 43

اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

نو ای محمده! ایا ته به يې کاڼه ته واوروې؟ او یا به ړانده او هغه ته چې ښکاره لار ورکی دی لار وښوولی شې؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 43

فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ

ای محمده! یا به مونږ تا بوځو مونږ له دوی نه خامخا غچ اخیستونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 43

اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟

او یا به تاته هم هغه څه وښایو چې مونږ يې وعده ورسره کړې او دا زمونږ د وسې کار دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 43

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

په هغه څه منګولي ښځې کړه چې تاته وحی کولی شی له شک نه وتلې خبره ده چې ته په سمه لار يې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 43

وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

او پخه خبره ده چې تا او ستا قوم ته دا قران لوی پنده دی. او ډير ژر به تاسې وپوښتلی شئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 43

وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠

او زمونږ له هغو ټولو پیغمبرانو نه چې له تانه وړاندې مو لیږلي وو، پوښتنه وکړه چې: ایا مونږ پرته له رحمن خدای نه نور خدایان ټاکلي وو چې عبادت يي وشي؟ info
التفاسير:

external-link copy
46 : 43

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او په باوري توګه مونږ موسی له خپلو دلایلو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته لیږلی ؤ. موسی ورته وویل: زه د رب العالمین استازی یم. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 43

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟

او چې کله يې زمونږ دلایل ورته وړاندې کړل نو هغوی پرې خندا وکړه. info
التفاسير: