ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز

external-link copy
33 : 4

وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ؕ— وَالَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟۠

مونږ د هر هغه مال لپاره چې مور، پلار او خپلوان یې پریږدي وارثان او حقداران ټاکلي دي(۴) او د هغو خلکو برخه هم ورکړئ چې تاسې ورسره تړون لرئ بې شکه الله پاک پر هر شي ښه څارونکی دی. info
التفاسير: