او الله هغه ذات دی چې لومړی ځل د هستونې پیل او بیا یې بیرته راګرځوي او دا ورته لا اسانه ده. په اسمانونو او ځمکه کې د هغه صفت تر ټولو لوړ دی.او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
الله پاک ستاسې له ذات نه تاسې ته یو مثال بیانوي.ایا ستاسې له غلامانو څخه چې ستاسې په واک کې دي کوم یو داسې شته چې زمونږ په در کړای شوي مال کې له تاسې سره مساوي او برابر برخه وال وي؟ او تاسې له هغوی نه هماغسې ویریږئ،لکه څنګه چې له خپلو سیالانو څخه ویریږئ؟هو!مونږ په همدې توګه د هغو خلکو لپاره چې له عقل نه کار اخلي ایاتونه ښه څرګند وړاندې کوو.