( هغه وخت یاد کړئ) چې تاسې په منډه ختلئ او د هیچا په لور مو نه کتل، رسول له شا څخه بلنه[۸] درکوله، نو الله تاسې ته غم[۹] د پاسه غم[۱۰] در کړ تر څو په هغه څه غمجن نه شئ چې له لاسه مو وتلي ؤ[۱۱] او نه په هغو ستونزو [۱۲] کړمن شئ چې تاسې ته رسیدلې وي او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.