مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ ١شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟
د هغو کسانو چې له خپل رب نه منکر دي ټول عملونه هغو ایرو ته ورته دي چې په سخته بادجنه ورځ پرې تیزه هوا راوالوزي. دوی به د خپلو کړنو هیڅ ګټه تر لاسه نه شي کړای او همدا خورا لویه بدبختي ده.
التفاسير: