او هغوی له تا نه بده ورځ له ښې ورځې نه وړاندې په منډه غواړي سره له دې چې له دوی نه وړاندې دا وړ عذابونه ډیر تیر شوې دي. او بې له شکه چې ستا رب د خلکو د تیریو ښه بښونکی او هم ستا رب د سخت عذاب ورکولو والا دی.
او کافران دا هم وايې چې په دې پیغمبر د خپل رب له لورې ولې یوه ښکاره نښه نده نازله شوې؟ ای محمده! پخه خبره همدا ده چې ته یوازې یو ډاروونکی يې او د هر قوم لپاره یو لار ښود وي.
الله پاک ته هغه ټول ښه معلوم دي چې ښځې يې په خپلو ګیډو کې پالي او په رحمونو کې چې څه زیاتوالی یا کموالی راځي له هغه نه هم خبر دی. د هغه له لورې هر شي ته اندازه ټاکل شوې ده.
د هر چا په وړاندې او وروسته څارونکې ملائکې دي چې د الله په حکم سره د هغه ساتنه کوي. حقیقت دا دی چې الله د یوه قوم حالت نه بدلوي تر څو هغوی د خپلو ځانو ګرویګنو کې بدلون رانه ولي. او کله چې الله پاک کوم قوم ته سزا ورکولو پریکړه وکړي نو هیڅوک یې مخه نه شي نیولای. او نه به دا وړ خلک پرته له الله نه څوک ملاتړ او سر پرست پیدا کړای شي.
د وریځو کړ سهار يې له تسبیح سره حمد او ثنا وايې او ملائکې يې له ډار او ویرې نه، او تندرونه رالیږي چې پر چايې خوښه شي په همغه وخت يې پرې ورغورځوي چې د الله په هکله یو له بل سره په جګړو اخته وي. هو! د هغه عذاب او پیاوړتیا له هر چا وړاندې ده.