الله هغه ذات دی چې لمر یې روښانه ځلیدونکی او سپوږمۍ یې رڼا ګرځولې او د هر یوه لپاره یې خپل،خپل مدار ټاکلی دی تر څو تاسې د کلونو په شمیر او حساب پوه شئ. الله پاک دا ټول کائنات په باوري توګه په حق سره پیدا کړي د پوهو خلکو لپاره ټول دلایل په بشپړ ډول وړاندې کوي.
دا هم باوري ده چې چا ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي،نو الله به د هغوی د ایمان له کبله روغه لیار ور وښايې او د هر اړخیزو نعمتونو لرونکو باغونو لاندې به یې ویالې بهیږي.
هلته به یې یوازینۍ غږ همدا وي چې ای الله پاکې یوازې ستا ده. او یوه بل ته به یې ښه راغلاست د(سلام)کلمه وي او دټولو په پای کې به وايې چې:د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه یو الله دی چې د ټول عالم رب دی.
او مونږ ډیر هغه خلک پخوا هم هلاک کړي دي چې هغوی تیری کړی او سره له دې چې رسولانو ښکاره دلایل ورته راوړي وو، خو بیا هم هغوی ایمان نه راووړ،په همدې توګه مونږ مجرمانو ته جزا ورکوو.
او چې کله هم پرې زمونږ څرګند ایتونه ولوستل شي نو هغه خلک چې زمونږ د لیدنې هیله من نه دي وايې:له دې پرته یو بل قران راوړه،او یا دابدل کړه ای محمده!ووایه چې زما په توان نه ده چې زه په خپل سر څه پکې بدل کړم. زه یوازې په هغه څه پسې تلونکی یم چې ماته یې وحې کیږي،او که زه له خپل رب نه سروغړوم نو د لویې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
او ووایه چې:که الله غوښتې وای نو ما به قران په تاسې نه وای لوستی او نه به الله تاسې ترې خبر کړي وای ما خو په تاسې کې له دې وړاندې اوږد ژوند تیر کړی دی. ایا تاسې عقل په کار نه اچوئ؟[۴]
[۴] ـ چې په څلویښتو کلونو کې مې یوه خبره هم له ځان نه جوړه نه کړه.نو دا ناببره مې دومره لوي کتاب څنګه جوړ کړ(فتح القدیر د امام الشوکاني).
هغوی له الله نه پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته تاوان رسولای شي او نه ګټه او لا وايي چې:زمونږ دغه خدایان به د الله په وړاندې زمونږ سپارښتنه کوي،ای محمده!ووایه چې تاسې الله پاک له هغه څه نه خبروئ چې هغه یې نه په اسمانو کې پیژني او نه په ځمکه کې؟هغه له ټولو نیمګړتیاوو پاک او له هغه څه نه ډیر لوړدی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
او کومو کسانو چې بدۍ کړي دي.د بدۍ جزا به یي د هغې په انډول ورکړای شي.په سپکوالي کې به پټ.او له الله نه به یې هیڅوک نه شي ژغورلی.مخونه به یې داسې توروي ته به وايې چې د شپې توره پرده پرې راخوره شوې ده.همدغه خلک دوزخیان دي تل تر تله به پکې وي.
ای محمده! له دوی نه پوښتنه وکړه چې:څوک تاسې ته له اسمان او ځمکې نه روزي درکوي؟د اوریدلو او لیدلو قواوې د چا په لاس کې دي؟ او څوک ژوندی له مړي او مړی له ژوندي نه راوباسي؟ او څوک د چارو د چلند تدبیر کوي؟هغوی به خاماخا ووایې چې:الله نو ورته ووایه چې:ایا تاسې له همدغه الله څخه نه ډاریږئ؟
او دا پوښتنه هم ترې وکړه چې:ایا ستاسې په نیولو شریکانو کې څوک شته چې:د حق په لور ښوونه کوي؟ووایه:دا الله دی چې د حق په لور ښوونه کوي نو ایا هغه څوک چې د حق په لور ښوونه کوي ددې ډیر وړ دی چې مننه یې وشي او که هغه څوک چې:په خپله هم پرته له ښوونکي نه لیار نشي میندلای؟په تاسې څه شوي دي؟دا څه پریکړه کوئ؟
او قران داسې کتاب نه دی چې پرته له الله نه د بل چا له لورې په درواغو جوړ کړای شي.بلکې قران د هغه څه رښتینی ګڼونکی دی چې له ده نه وړاندې راغلي وو.او پر تاسې د لیکلو احکامو پوره تفصیل دی له شک نه وتلې خبره ده چې قران رب العالمین رالیولی دی.
ایا هغوی وايې چې قران محمد له ځان نه جوړ کړی دی.ورته ووایه:نو تاسې هم ددې کتاب په شان یو سورت جوړ کړئ؟او پرته له الله نه چیرته مو چې لاس رسي کومک ترې واغواړئ که تاسې رښتیني یاست.
او هغه ورځ چې ټول خلک رایو ځای شي،(نو صحنه به داسې وي)لکه چې په دنیا کې یې پرته له یو ساعت نه نور هیڅ وخت نه وي تیر کړی یو تر بله به سره پيژني ـ په تحقیق همغه څوک زیانمن شوي دي چې له الله سره ملاقات یې درواغ ګاڼه او پر سمه نه وو.
مونږ به ځینې هغه عذاب چې له هغوی سره مو وعده کړې ستا په وړاندې هغوی ته ورکړو او یا به یې ستا له وفات وروسته،خو د هغوی راتګ مونږ ته دی او الله پاک د هغوی په ټولو کړنو شاهد دی.
ای محمده!ووایه الله پاک په خپل فضل او رحمت سره پند راولیږه.نو باید چې انسانان پرې خوښ شي.ځکه چې دا پند له هغو ټولو شیانو څخه غوره دی چې هغوی یې راټولوي.
ای محمده! ووایه په دې مې خبر کړئ چې الله پاک تاسې ته کومه روزي راکوزه کړې ده،تاسې یې ځینې حرامه ګرځولې او ځینې حلاله.ووایه:ایا الله پاک درته همدا دول حکم کړی دی او که تاسې پر الله درواغ تړئ؟
ای محمده! ته چې په هر ځای کې یې او د قران هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو مونږ پر تاسې شاهدان یو،ان په هغه حال کې چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب واست. هر څومره کوچنۍ ذره چې وي،ستا له رب نه د ځمکې او اسمان په هیڅ کونج کې پټیدای نه شي. او له ذرې نه کوچنۍ او له هغې نه لوی هم په روښانه کتاب کې ثبت دي.
کافرانو وویل چې الله پاک ځوی نیولې دی هغه له هر څه پاک او بې پروا دی ـ د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات یوازې د هغه په واک کې دي. په دې خبره له تاسې سره هیڅ ډول دلیل نشته.ایا پر الله هغه څه تړئ چې تاسې هم پرې نه پوهیږئ.
نو که تاسې له مانه مخ واړاوو نو پر مامو څه؟ځکه چې ما له تاسې نه څه نه دي غوښتي.زما اجر پرته له الله د بل هیچا سره نه دی. او د هغه له لورې ماته امر شوی چې زه له مسلمانانو څخه اوسم.
نو کله چې هغوی خپل څیزونه میدان ته کړل،موسې وویل:تاسې جادو وکړ.زما پوخ باور دی چې الله به یې ډير ژر له مینځه یوسي ځکه چې الله پاک دوران کارو کار ته مخه نه ورکوي.
د بني اسرائیلو له څو ځوانانو پرته بل چا په موسې ایمان رانه ووړ. ځکه چې ډار ورسره وو هسې نه چې فرعون او خپل مشران یې وربړوي. او له هیچا نه پټه نه وه چې د ځمکې لوی ځواک او له هغو خلکو نه وو چې په هر دول پولو ور اوښتی و.
مونږ بنې اسرائیل له دریاب نه تیر کړل.فرعون او لښکر بې د ظلم او تیري په هوډ ورپسې ووتل ان تر دې چې کله فرعون مخ په ډوبیدو شو نوو یې ویل: ما ومنله چې پرته له هغه یو الله نه چې بني اسرائیلو پرې ایمان راوړی بل هیڅ معبود نشته او ما هم هغه ته پوره غاړه ایښې ده.
ای پیغمبره!ووایه:ای خلکو که تاسې زما د دین په هکله شکمن یاست نو واورئ چې زه هغه څه هیڅکله نه بلم چې تاسې پرته له الله نه رابلئ بلکې یوازې د هغه الله عبادت کوم چې ستاسې مرګ یې په واک کې دی.او ماته امر شوی دی چې زه باید له ایمان راوړونکو څخه اوسم.