ايا تا نه دي ليدلي چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پر هر څه پوهيږي (چېرته به) د دريو كسانو داسې پټې خبرې نه وي چې هغه (الله) يې څلورم نه وي، نه به د پنځو داسې وي چې هغه (الله) يې شپږم نه وي او نه به تر دې لږ او نه زيات وي چې هغه ورسره نه وي، هر چېرې چې هغوى وي. بيا به يې د قيامت په ورځ په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي، په رېښتيا الله پر هر څه ښه پوه دى.
بېشكه (د بدۍ) پټې خبرې له شيطانه دي تر څو هغه كسان خپه كړي چې ايمان يې راوړئ او (حال دا چې) هغه د الله له حكمه پرته هغوى ته هيڅ تاوان نشي رسولى او مومنان دې په همغه الله بروسه وكړي.