فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟
بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو.
التفاسير: