او الله همغه دى چې د مكې منځ كې يې د هغوى لاسونه له تاسي ايسار كړل او ستاسي لاسونه يې له هغوى، وروسته له هغه چې تاسي يې پرې برلاسي كړئ او الله پر هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ليدونكى دى.
دوى همغه کسان دي چې كفر يې کړی او تاسې يې هم له مسجد حرام نه ايسار كړي وئ او د قربانۍ لپاره ساتل شوي څاروي يې هم د حلالې ځاى ته رسېدو نه ايسار كړي وو، او كه (هلته) داسې مومنان سړي او مومنانې ښځې نه واى چې تاسي نه پېژندل (او هسې نه) چې پیمال كړي مو واى، بيا به تاسو ته هم په ناپوهۍ د هغوى له امله څه زيان رسيدلى و. (نو ځكه جنګ ونه شو) تر څو الله هغه څوک په خپل رحمت كې داخل كړي چې غواړي يې، (او) كه سره بېل شوي واى نو له هغوى نه چې څوك كافر شوي، په دردوونکې سزا به مو كړولي وو.
هغه مهال چې كافرانو په خپلو زړونو كې ننګ واچولو، د جاهليت ننګ، خو بيا الله پر خپل رسول او مومنانو له خپل لوري ډاډ نازل كړ او د تقوى په خبره يې ټينګ كړل او دوى هم د هغې ډېر حقدار او وړ وو، او الله په هر څه ښه پوه دى.
يقيناً الله خپل رسول ته هغه خوب رښتينى په حقه ورښودلى و چې تاسي به ان شاء الله بې غمه مسجد حرام ته ننوزئ د خپلو سرو خريونكي او لنډوونكي به ياست، هيڅ به نه وېرېږئ، الله ته هغه څه معلوم و چې تاسي ته نه و معلوم نو له دې مخكې يې يوه نېږدې فتح دركړه.