ځينې له يهودو (د الله) كلام له خپلو ځايونو اړوي او وايي: اورېدلي مو دي خو منلي مو نه دي! او واوره نه اورول شويه، او د ژبو په تاوولو سره لفظ د (رَاعِنا) وايي، پر دين بد ويونكي دي، خو كه دوى ويلی واى (اورېدلي او منلي مو دي)، او واوره او پر موږ نظر كوه، نو دا به ورته غوره او ډېره سمه وه خو الله د كفر له امله دوى رټلي دي نو ځكه ايمان نه راوړي مګر ډېر لږ.
ايا هغو ته دې نه دي كتلي چې له كتابه يو څه برخه وركړل شوې ده، خو دوى بيا هم په پوچو بې حقيقته انګيرنو او باطل معبود باوركوي او د كافرانو په اړه وايي چې دوى تر مومنانو ډېر په سمه لار دي.