كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي او هيڅ بار وړونكى به د بل بار يونسي، بيا به مو ورتګ د خپل رب په لور وي نو تاسو چې څه كول بيا به مو په هغو خبر كړي، بېشكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.
او كله چې انسان ته څه تكليف ورسي نو خپل رب رابلي په داسې حال کې چې هغه ته ښه ورګرځېدونكى وي، او كله چې الله له خپل لوري څه نعمت وروبخښي نو له هغه مخكې يې چې څه ته رابللو هغه (ذات) هېر كړي او الله سره نور شريكان وټاكي چې بيا (نور خلك هم) د هغه له لارې واړوي، ورته وايه: له خپل كفر دې لږه نوره ګټه هم واخله، ته خو يې له دوزخيانو.