اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی د شيطان په پلونو پل مه ږدئ، او چا چې د شيطان په پلونو پل کېښود؛ نو هغه د بدكارۍ او ناوړه كار امر كوي، او كه پر تاسي د الله پېرزوينه او لورېينه نه واى؛ نو له تاسو به يې هيڅكله يو هم نه وى پاك كړى خو چاته چې د الله خوښه شي، پاكوي يې او الله ښه اورېدونكى او پوه دى.
او له تاسي دې د فضيلت او پراخۍ څښتنان دا لوړه (قسم) نه كوي چې خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرو سره به مرسته نه كوي، عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.
نا پاكې ښځې د نا پاكو نارينه وو لپاره دي او نا پاك نارينه د نا پاكو ښځو لپاره، او پاكې ښځې د پاكو نارينه وو لپاره دي او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره، دوى له هغو خبرو پاك دي چې (درواغجن يې) وايي، هغوى لره بخښنه او ښه روزي ده.