او هر کله چې راغی دوی ته کتاب (قرآن) د الله له لوري چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتاب چې له دوی سره دی، حال دا چې وو دوی پخوا له دې چې فتح به يې غوښته (له الله څخه په قرآن او محمد سره) په مقابل د هغو کسانو چې کافران وو نو کله چې راغی دوی ته هغه رسول چې پيژندلی ؤ دوی، نو کافران شول پرې، نو لعنت د الله دې په کافرانو.
بد دې هغه څه چې پلورلی (خرڅ کړی) دی دوی په مقابل د هغه ځانونه خپل، دا چې کافران کېږي په هغه څه (قرآن) چې الله نازل کړی دی په سبب د دې حسد او کينی چې (ولې) الله خپل فضل نازلوي په هغه چا چې اراده یې وکړي له خپلو بندګانو، نو اخته شول په یو غضب (چې کفر دی په محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) د پاسه د بل غضب (چې کفر دی په عیسی علیه السلام او انجیل)، او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب (مقرر) دی.
او کله چې وویل شي دوی ته چې ایمان راوړئ پر هغو (کتابو) چې الله نازل کړي دي، دوی وایي: موږ ایمان راوړو په هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی پر موږ (یعنې تورات) حال دا چې له هغه ور هغه خوا (په نورو) کافران کیږي، په داسې حال کې چې دا (نور کتابونه هم) حق دی، تصدیقونکي دي د هغه کتاب چې له دوی سره دی، ووایه (ای محمده!) نو ولې به وژل تاسې پېغمبران د الله پخوا (له دې) که چيری وئ تاسې ایمان راوړنکي.