نو كله چې تاسو له دوى او له هغو چې دوى يې الله نه پرته لمانځي، ګوښه شوئ نو هغې سمڅې ته پناه يوسئ، ستاسو رب به خپل رحمت درباندې راخپور كړي او ستاسو چارو ته به سمون راوړي.
او كله چې لمر راخېژي نو ته به ګورې چې د دوى سمڅه پرېږدي، ښۍ خواته ترې اوړي او چې پرېوځي نو په كيڼه خوا ترې اوړي او هغوى يې په يوه ارت (پراخه) ميدان كې دي دا د الله له نښانو (يوه) ده. چاته چې الله نېغه لار وښوده نو هماغه لار موندونكى دى او څوک چې یې بې لارې كړي نو بيا به كوم لارښود ملګرى ورته ونه مومې.
او ته به يې ويښ ګڼي خو هغوى ويده دي او موږ يې په ښي او كيڼ لوري اړوو را اړوو اوسپى يې د غار په خوله كې غوړولې څنګلې پروت دى كه (يو ځل) سر ورښكاره كړې نو خامخا به په تېښته ترې راوګرځې او ډېر به يې له وېرې ډک شې.