ورته وايه: كه الله غوښتي واى نو ما به (دا قرآن) نه و درباندې لوستى او نه به الله پرې تاسي خبر كړي وای، زه خو له دې مخكې هم په تاسو كې ډېر اوسېدلى يم آيا نو له عقله كار نه اخلئ؟
او هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي.
او دا خلک په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا مخکې يوه خبره نه وی تېره شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي.