وَقُلِ اعْمَلُوْا فَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— وَسَتُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
ای رسوله! ووايه دغو له جهاد پاتې کېدونکو او له خپلې ګناه توبه وېستونکو ته: د هغه زيان جبران وکړئ چې درڅخه پاتې شوی و، کړنې مو الله ته ځانګړې کړئ، داسې کارونه وکړئ چې هغه پرې راضي شي، الله د هغه رسول او مؤمنان به مو کړنې وويني، د قيامت په ورځ هغه پالونکي ته مو ورګرځئ چې پر هر څه پوهيږي، پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او پر هغه څه چې تاسو يې ښکاره کوئ، پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول او د هغو سزا به درکړي.
التفاسير: