که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې د وړو ماشومانو سرونه به د هغې ورځې د سختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي.
اې رسوله! پرته له شکه ستا پالونکی پوهيږي چې ته کله د شپې له دريو پر دوو کمو برخو کې لمونځ کوې، او کله بيا تر نيمايي شپې درېږې، او کله بيا تر درېيمې پورې، او يوه ډله هغه مؤمنان هم دريږي چې ستا سره دي، او الله شپه او روځ حسابوي، او ساعتونه يې شمېري، او هغه پاک ذات پوه دی چې تاسې يې د ساعتونو په ضبط او شمېرلو نه توانېږئ، د موخې په لټولو کې د ډېرې برخې درېدل درباندې سختيږي، نو ځکه يې ستاسو توبه قبوله کړه، چې له شپې څومره درته آسانه وي لمونځ وکړئ، او اې مؤمنانو! الله پوهيږي چې له تاسو به ځينې داسې ناروغان وي چې ناروغۍ به په ستونزه کې اچولي وي، او نور به سفر کوي چې د الله روزي به لټوي، او ځينې نور به له کافرانو سره جنګيږي تر څو د الله رضا تر لاسه کړي او د الله کلمه لوړه شي، نو پر دغو کسانو د شپې درېدل سختيږي، نو څومره چې درته آسانه وي دومره لمونځ وکړئ، او فرضي لمونځ په بشپړه توګه وکړئ، او د خپلو مالونو زکات مو ورکړئ، او خپل مالونه مو د الله په لار کې ولګوئ، او کوم خير چې د ځانونو لپاره وړاندې کوئ، هغه به غوره او د ثواب له پلوه زيات ومومئ، او له الله څخه بښنه وغواړئ، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.