او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر د خپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ د قبلولو د هغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر د دوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید د الله تعالی څخه وویریږئ.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المقصود من إنزال الكتب السماوية العمل بمقتضاها لا تلاوتها باللسان وترتيلها فقط، فإن ذلك نَبْذ لها.
د اسماني کتابونو د نازلیدو مقصد عمل کول دي د هغو په احکامو باندې نه یوازې په ژبه باندې د هغه تلاوت کول او لوستل يې، ځکه چې یوازې تلاوت کول او عمل پرې نه کول داسې دي لکه د هغه پریښودل.
• أن الله خلق في الإنسان من وقت تكوينه إدراك أدلة الوحدانية، فإذا كانت فطرته سليمة، ولم يدخل عليها ما يفسدها أدرك هذه الأدلة، وعمل بمقتضاها.
الله تعالی په انسان کې د هغه د جوړولو د وخت څخه د الله تعالی د یو والي د پوهې دلیلونه پیدا کړي، نو که د هغه فطرت برابر وي، او هغه څه پرې داخل نشي چې دې لره خراب کړي نو په دې دلیلونو خامخا پوهیږي، او د دې مطابق عمل کوي.
• في الآيات عبرة للموفَّقين للعمل بآيات القرآن؛ ليعلموا فضل الله عليهم في توفيقهم للعمل بها؛ لتزكو نفوسهم.