چا لره چې په مال کې پراخي وي هغه دې پر خپله طلاق شوې ښځه او خپل زوی له خپلې پراخۍ سره سم لګښت وکړي او پر چا چې روزي تنګه کړل شوې وي، نو له هغه څه دې لګښت وکړي چې الله هغه ته ورکړي دي، الله هيڅوک نه مکلفوي مګر پر هغه څه چې ورکړي يې دي، نه يې ترهغه په پورته مکلفوي او نه له خپل توان په زياتو سره، او الله به د هغه د حالت له تنګۍ او سختۍ وروسته هغه ته پراخي او شتمني ورکړي.
الله د هغوی لپاره قوي عذاب چمتو کړی، نو اې هغه د عقل څښتنانو چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی! له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، ترڅو پر تاسو هغه څه را نه شي چې پر هغوی راغلل، الله تاسو ته داسې ياد[نصیحت] را نازل کړی چې تاسو ته د هغه د سرغړونې بده پايله او د هغه د پيروۍ ښه پايله در په يادوي.
دغه ياد (ذکر) هغه رسول دی چې پر تاسو د الله داسې څرګندوونکي ايتونه لولي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، په دې هيله چې هغه کسان د لارورکۍ له تيارو څخه د لارښوونې رڼا ته را وباسي چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه د رسول تصديق يې کړی او نېک عملونه يې کړي دي، او څوک چې پر الله باور لري او نېک عمل کوي، الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکی وي، الله هغه ته ښه روزي ورکړې چې داسې جنت ته يې ننه اېستلی چې نعمتونه يې نه ختميږي.
الله همغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيداکړي دي او د اوو اسمانو د پيدايښت غوندې يې اووه ځمکې پيداکړې دي، د الله شرعي او د کايناتو اړوند امر د هغو ترمنځ را نازليږي، په دې هيله چې پوه شئ چې بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او هغه پاک ذات د پوهې له اړخه پر هرڅه را چاپېر دی، له هغه څخه نه په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې څه پټېدلای شي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عدم وجوب الإرضاع على الحامل إذا طلقت.
پر بلاربه ښځه تی ورکول واجب نه دي کله چې هغه طلاقه شوې وي.
• التكليف لا يكون إلا بالمستطاع.
تکليف له وس سره سم وي.
• الإيمان بقدرة الله وإحاطة علمه بكل شيء سبب للرضا وسكينة القلب.
د الله پر قدرت او پر هرڅه د هغه د پوهې پر چاپېروالي ايمان لرل د الله د رضا او د زړه د ډاډ لامل دی.