او کله چې دغو منافقانو ته وويل شي: د الله رسول ته د هغه څه له امله چې درڅخه شوي عذر کوونکي راشئ، هغه به تاسوته له الله څخه ستاسو د ګناهونو بخښنه وغواړي، هغوی په ملنډو او مسخرو خپل سرونه تاو کړي، او ته يې وينې چې له هغه څه مخ اړوي چې امر ورته کيږي، او هغوی د حق له منلو او پر هغو له باور کولو څخه کبر کوونکي وي.
د هغوی سردار عبدالله بن أُبيّ وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او د هغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، د عبدالله بن ابي او د هغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، د هغه رسول او مؤمنانو لپاره دی.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او د اسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې د الله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې د قيامت په ورځ تاوانيان کړي دي.
او الله پاک به هيڅکله هغه څوک وروسته نه کړي چې وخت يې را رسېدلی وي او عمر يې پای ته رسېدلی وي، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له اعمالو له هغه هيڅ هم نه پټيږي، که خير وو؛ نو د خير بدله به درکړي او که بد وو نو بده بدله به درکړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الإعراض عن النصح والتكبر من صفات المنافقين.
له نصيحتونه څخه مخ اړول او تکبر کول د منافقانو له صفتونو څخه دي.
• من وسائل أعداء الدين الحصار الاقتصادي للمسلمين.
د دين د دښمنانو له وسيلو څخه يوه هم د مسلمانانو اقتصادي کلابندي ده.
• خطر الأموال والأولاد إذا شغلت عن ذكر الله.
د مالونو او اولادونو خطر کله چې د الله له ياد څخه څوک بوخت کړي.