اې رسوله! په ياد کړه کله چې د مريمې زوی عيسی علیه السلام وويل: اې بني اسرائيلو، پرته له شکه زه د الله رسول يم چې تاسو ته يې لېږلی يم له ما مخکې نازل شوي تورات تصديقوونکی يم، زه کوم نوی رسول نه يم، او د داسې رسول زېری ورکوونکی يم چې له ما وروسته راځي نوم يې احمد دی، کله چې عيسی له داسې دلايلو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، هغوی وويل: دا څرګندې کوډې دي، هيڅکله به پيروي ونه کړو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تبشير الرسالات السابقة بنبينا صلى الله عليه وسلم دلالة على صدق نبوته.
زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم په اړه د مخکېنيو رسالتونو زيری ورکول د هغه د نبوت پر رېښتينولۍ دلالت کوي.
• التمكين للدين سُنَّة إلهية.
د دين برلاسي کول يوه الهي تګلاره ده.
• الإيمان والجهاد في سبيل الله من أسباب دخول الجنة.
ايمان او د الله په لار کې جهاد جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.
• قد يعجل الله جزاء المؤمن في الدنيا، وقد يدخره له في الآخرة لكنه لا يُضَيِّعه - سبحانه -.