قَدْ كَانَتْ لَكُمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ ۚ— اِذْ قَالُوْا لِقَوْمِهِمْ اِنَّا بُرَءٰٓؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗ— كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَآءُ اَبَدًا حَتّٰی تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗۤ اِلَّا قَوْلَ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ لَاَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَاۤ اَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— رَبَّنَا عَلَیْكَ تَوَكَّلْنَا وَاِلَیْكَ اَنَبْنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟
اې مؤمنانو! په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم عليه السلام او هغو مؤمنانو کې چې له هغه سره وو يوه ښکلې تګ لاره ده، کله يې چې خپل کافر قوم ته وويل: موږ له تاسو او له هغه بوتانو څخه بېزار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، پر هغه دين مو کفر کړی چې تاسې پرې ياست، زموږ او ستاسو ترمنځ دښمني او کرکه څرګنده شوه تر څو يوازې پر الله ايمان راوړئ، او له هغه سره هيڅوک شريک نه کړئ، نو پر تاسې هم لازم دي چې له خپل کافر قوم څخه د هغوی غوندې بېزاره شئ، مګر د ابراهيم وينا خپل پلارته: چې هرومرو به ستا لپاره له الله څخه بخښنه غواړم؛ نو په دې کې د هغه پيروي مه کوئ، ځکه دغه (وينا) د ابراهيم له خپل پلار څخه له ناهيله کېدو مخکې وه، نو د مؤمن لپاره روا نه ده چې د مشرک لپاره بخښنه وغواړي، او نه ته له ځانه د الله د عذاب څخه د څه ګرځوونکی يې، اې زموږ پالونکيه! په خپلو ټولو چارو کې مو يوازې پر تا بروسه کړې ده، او يوازې تاته توبه کوونکي درګرځېدلي يو، او د قيامت په ورځ يوازې تاته در ګرځېدل دي.
التفاسير: