(الله) همغه ذات دی چې کومو بنو نضيرو پر الله کفر کړی و او د هغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې درواغجن ګڼلی و، په مدينه کې يې له کورونو په لومړنۍ اېستنه له مدينې څخه شام ته واېستل، او هغوی د اهل تورات له يهودو څخه وو، وروسته د ژمنې تر ماتولو او د هغه پر خلاف له مشرکانو سره تر يوځای کېدلو، هغوی يې د شام ځمکې ته و اېستل، په داسې حال کې چې اې مؤمنانو! تاسو ګومان نه کولو چې هغوی دې له کورونو څخه و اېستل شي، ځکه هغوی عزت او ځواک لرلو، او هغوی په خپله هم ګومان کولو چې د هغوی مضبوطې کلاګانې به هغوی د الله له نيونې او عذاب څخه وساتي، خو د الله عذاب له هغه لوري پرې راغی چې د راتګ اټکل يې هم نه و کړی، کله يې چې رسول ته د هغوی د وژلو او له کورونو څخه د اېستلو امر وکړ، او الله د هغوی په زړونو کې سخته وېره ورواچوله، هغوی خپل کورونه له ننې خوا نړول ترڅو مسلمانان ګټه ترې وانخلي، او مسلمانانو له بېرونه نړول، نو اې د سترګو څښتنانو له هغه څه پند واخلئ چې پر هغوی د خپل کفر له امله راغلل، د هغوی غوندې مه کېږئ، چې د هغوی سزا او عذاب به ترلاسه کړئ کوم چې هغوی ته ورکړل شو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المحبة التي لا تجعل المسلم يتبرأ من دين الكافر ويكرهه، فإنها محرمة، أما المحبة الفطرية؛ كمحبة المسلم لقريبه الكافر، فإنها جائزة.
هغه محبت چې مسلمان د کافر له دين څخه نه بېزاره کوي او هغه بد نه ګڼي، نو هغه حرام دی، خو هغه فطري محبت، لکه د يو مسلمان له کافر خپلوان سره محبت دا بيا جائز دی.