د دغه اور ګرمي او سختي وڅکئ ، نو که د هغه پر سختۍ ګاللو صبر کوئ او يا پرې صبر نه کوئ، ستاسو صبر کول او صبر نه کول برابر دي، نن به يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول.
التفاسير:
17:52
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې وېريږي په داسې جنتونو او لویو نعمتونو کې وي چې نه به ختميږي.
پر هغه څه به خوندونه اخلي چې الله کوم خوندور خواړه، څښاک او نکاح ورکړي دي، او خپل پاک پالونکی به يې د اور له عذابه وساتي، نو د خپلو خوندونو موخې په ترلاسه کولو او ناوړه شيانو څخه په خونديتوب به بریالي شي.
او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او په ايمان راوړلو کې يې اولادونو د هغوی پيروي کړې ده، اولادونه به يې ور سره يوځای کړو ترڅو يې سترګې پرې يخې شي، او که يې خپلو کړنو ته ونه رسيږي، موږ به يې د کړنو له بدلې هيڅ هم کم نه کړو، هر انسان به په خپله بده ترسره کړې کړنه يې ګرو وي، او هيڅوک به يې له کړنې څه کم نه شي کړلای.
له شک پرته موږ په خپل د دنيوي ژوند کې د هغه عبادت کولو، او را بللو مو ترڅو مو د اور له عذابه وساتي، بېشکه هغه ښېګڼه کوونکی او د خپلو بندګانو لپاره په ژمنه کې رېښتينی دی، پر هغوی مهربان دی، پر موږ د هغه له نېکۍ او لورېينې دا هم ده چې ايمان ته يې زموږ لارښوونه کړې ده او جنت ته يې ننه اېستلو او له اوره يې لېرې کړو.