او د دې سربېره هغوی پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړ او په هغه څه کې يې رېښتيني ونه بلل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو، هغه کسان چې کفر يې کړی وو تباه مو کړل، نو ای رسوله! فکر وکړه چې زموږ انکار د هغوی پر خلاف څنګه و، چې تباه مو کړل.
او ای رسوله! ته نه وينې چې الله پاک له آسمانه د باران اوبه را نازلې کړې دي، نو پر دغو اوبو مو داسې مېوې را اېستلې دي چې بېلابېل رنګونه لري، سرې، شنې، ژېړې او نورې، وروسته تردې چې هغه ونې مو پرې اوبه کړې دي، او له غرونو ځينې سپينې لارې، ځينې سرې لارې او ځينې تکې تورې لارې دي.
او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه د الله د مقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او د قدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي.
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.