ای زما زویه! بېشکه بدي یا نېکي څومره چې وړه هم وي لکه د اوري دانې هومره، او د یو ګټ په خېټه کې وي چې هېڅوک ترې خبر نه وي، او یا په بل ځای آسمانونو یا ځمکه کې وي؛ نو بېشکه الله به یې د قیامت په ورځ راوړي، او بنده ته به پرې بدله ورکړي، بېشکه الله باریک لېدونکی دی چې هېڅ باریکه شیان ترې نه پټېږي، او په حقائقو او ځایونو یې خبردار دی.
ای زما زویه! لمونځ په بشپړه بڼه ترسره کوه، د نېکۍ امر کوه، له بدۍ منع کوه، او کوم تکلیف چې په دې درورسي پرې صبر کوه، بېشکه څه چې تا ته پرې امر شوی هغه دي چې الله پر تا لازم کړي چې ویې کړې، ستا اختیار پکې نشته.
او د لویۍ له کبله له خلکو خپل مخ مه اړوه، او نه د ځمکې په سر له خوښۍ او ځان ته مغرور کېدلو سره ګرځه، بېشکه الله نه خوښوي هر لویي کونکی په ګرځېدو کې، او نه ویاړمن په هغه نعمتونو چې الله ورکړي او په خلکو پرې لویي کوي او د الله شکر پرې نه وباسي.