وَرَسُوْلًا اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— اَنِّیْ قَدْ جِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ۙۚ— اَنِّیْۤ اَخْلُقُ لَكُمْ مِّنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ فَاَنْفُخُ فِیْهِ فَیَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ وَاُحْیِ الْمَوْتٰی بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَاْكُلُوْنَ وَمَا تَدَّخِرُوْنَ ۙ— فِیْ بُیُوْتِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او وبه یې ګرځوي -همدا راز- بني اسرائیلو ته پېغمبر، چې ورته به وایي: زه تاسو ته د الله پېغمبر یم، تاسو ته د نښې سره راغلی یم چې زما په پېغمبرۍ دلالت کوي هغه دا چې: زه تاسو ته د خټې څخه د مرغه څېره انځوروم، بیا پکې پوکی کوم نو د الله په حکم سره ژوندی مرغه ګرځي، او مور زاده ړوند روغوم نو بینا کېږي، او چاته چې برګي ناروغي رسېدلې وي نو پوستکی یې روغ ګرځي، او مړی ژوندی کوم، دا ټول کارونه د الله په حکم سره تر سره کوم، او تاسو ته د هغه څه خبر درکوم چې تاسو په خپلو کورونو کې کوم خوراک کوئ او کوم پټوئ، بېشکه کومو شیانو کې چې تاسو ته مې یاد کړل چې د بشر وس پرې نه رسي؛ خامخا ښکاره نښه ده چې زه د الله پېغمبر یم تاسو ته، که چېرې تاسو ایمان لرئ، او په دلائلو باور لرئ.
التفاسير: