ورته ووايه ای رسوله! آيا دغه ياده شوې سزا چې تاسوته بيان کړل شوه ښه ده که هغه تلپاتې جنت چې نعمتونه به يې تل وي هيڅکله به نه ختميږي؟ هغه نعمتونه چې الله يې له خپلو ځان ساتونکو بندګانو ژمنه کړې چې د هغوی لپاره به بدله او د ورتلو ځای وي چې د قيامت په ورځ به ورځي.
معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته د دنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې د استدراج په ډول د هغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی د خپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و.
ای مشرکانو له الله پرته مو چې د کومو معبودانو عبادت کاوه هغوی هم تاسو درواغجن وبللئ په هغه دعوی کې چې د هغوی پر خلاف مو کوله؛ نو نه له خپلو ځانونو د سزا مخه نيولی شئ او نه يې د بې وسۍ له امله مرسته کولی شئ، او ای مؤمنانو له تاسو چې پر الله د شرک له امله څوک ظلم وکړي هغه ته لويه سزا وروڅکو لکه هغه چاته مو چې ورڅکلې ده چې يادونه يې وشوه.