یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟
ای خلکو! که چېرته تاسې سره شک وي زمونږ په قدرت باندې ستاسې په بېرته راژوندي کولو باندې، نو تاسې فکر وکړئ په خپل پيدایښت کې؛ نو بېشکه مونږ ستاسې پلار آدم د خاورې نه پیداکړی و، بیا مو د هغه اولاده د هغه څاڅکي د منۍ نه پیداکړه چې سړي یې د ښځي په رحم (بچې دانې) کې اچوي، بیا دا څاڅکی د منۍ بدل شي په کلکه وېنه باندې، بیا دا کلکه وینه د غوښي په ټوټې باندې بدله شي لکه د کرپندوکي په شان، بیا د غوښې دا ټوټه بدله شي؛ یا په پوره برابر پيدایښت باندې او یا پاتي شي په رحم (بچې دانۍ) کې تر دې چې هغه ژوندی بچی راووځي، او یا بدل شي ناقص شکل ته او رحم (بچه دانه) یې وغورځوي؛ دا د دې لپاره چې بیان کړو مونږ تاسې ته زمونږ قدرت په پیداکولو ستاسې کې په پی درپی ډول، او مونږ پرېږدو په بچه دانو کې هغه چې مونږ یې وغواړو د بچو نه تر دې چې پیداشي په نېټه مقرره کې چې هغه نهه میاشتې دي، بیا مو مونږ راوباسو د خېټو د مېندو ستاسې نه واړه واړه بچي، بیا تر دې چې تاسې ورسېږئ پوره والي د قوت او عقل ته، او ځېنې ستاسې څخه هغه دي چې د دې نه مخکې مړه شي، او ځېني ستاسې نه هغه څوک دي ژوند کوي تر دې چې د زوړوالي عمر ته ورسېږي داسې چې قوت او عقل دواړه یې کمزوري شي، تر دې چې د ماشوموالي د حال نه هم ډیر بدتر شي، نه پوهېږي په هغه څه چې دی پرې مخکې پوهېده، او وینې به ته زمکې لره وچه چې هیڅ بوټي پکې نه وي، نو کله چې مونږ په دې باندې د باران اوبه راووروو نو کولاو شي ځمکه د بوټو نه، او را اوچته شي په سبب د راټوکېدلو د بوټو د هغې، او راوباسي (رازرغون کړي) د هر یو قسم د ښایسته شکل والا بوټي نه.
التفاسير: