اَوْ كَالَّذِیْ مَرَّ عَلٰی قَرْیَةٍ وَّهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ۚ— قَالَ اَنّٰی یُحْیٖ هٰذِهِ اللّٰهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ— فَاَمَاتَهُ اللّٰهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهٗ ؕ— قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ؕ— قَالَ لَبِثْتُ یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالَ بَلْ لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ اِلٰی طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ یَتَسَنَّهْ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰی حِمَارِكَ۫— وَلِنَجْعَلَكَ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَانْظُرْ اِلَی الْعِظَامِ كَیْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوْهَا لَحْمًا ؕ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗ ۙ— قَالَ اَعْلَمُ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او آیا تا لیدلی د هغه چا په شان څوک چې تېر شوی و په یو کلي چې رانړېدلي وو د هغې چتونه او وران شوي وو د هغې دیوالونه، او هلاک شوي وو د هغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او د ډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي د حېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي د دې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا د ورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت د الله تعالی په راژوندي کولو د مړو، پس وګوره د خپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو د بل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې د ځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او د الله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی و په دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري.
التفاسير: