نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ ۪— فَاْتُوْا حَرْثَكُمْ اَنّٰی شِئْتُمْ ؗ— وَقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ مُّلٰقُوْهُ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ستاسو بیبیانې ستاسو کروندې دي چې ستاسو لپاره بچي زېږوي؛ لکه د هغې زمکې په شان چې مېوې ترې راوځي، نو تاسو د کروندې ځای ته راتګ وکړئ -چې هغه د زنانه شرمګاه ده- د کوم طرف نه چې مو خوښه وي او څرنګه مو چې خوښه وي، خو چې د زنانه په شرمګاه کې وي، او مخکې ولېږئ د خپلو ځانونو لپاره نیک عمل، او یو د هغه نه دا دې چې سړی له خپلې ښځې سره د ثواب په نیت او دنیک اولاد په امید کوروالی وکړي، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، او یو له هغو نه خپلو بیبیانو ته په شرعي طریقه سره راتګ دی، او پوهه شئ چې تاسو به د قیامت په ورځ له الله تعالی سره مخامخ کېږئ، د هغه مخې ته به ودرېږئ، او ستاسو د عملونو بدله به درکوي، او زېری ورکړه -اې پیغمبره- مومنانو ته په هغه څه چې دوی به پرې خوشحالېږي له خپل رب سره د مخامخ کیدو په وخت کې چی هغه همېشني نعمتونه دي، او د الله رب العزت مخ ته کتل دي.
التفاسير: