فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْیَتٰمٰی ؕ— قُلْ اِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَیْرٌ ؕ— وَاِنْ تُخَالِطُوْهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَعْنَتَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
ځکه یې دا شرع ګرځولې ده چې تاسې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې ته په دنیا او آخرت کې ګټه رسوئ، او ستا صحابه (ملګري) له تا څخه -اې پیغمبره- د یتیمانانو د پالني باره کې پوښتنه کوي: چې له هغوئ سره څنګه تعامل وکړي؟ او آیا د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په خرڅ، خوراک او اوسیدو کې ګډ کړي او که نه؟ ته ځواب ورکړه: ستاسو مهرباني کول په هغوئ باندې د هغوئ د مالونو په اصلاح کې پرته له عوض او بدلې نه او یا ګډوډول مالونه له یو بل سره؛ ستاسو لپاره د الله تعالی پر وړاندې ډېر غوره دي او ډېر اجر لري او دا د هغوئ لپاره هم غوره ده؛ ځکه چې په دې کې د هغوئ دمالونو ساتنه کېږی، او که چېرې تاسو د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په ورځني ژوند، اوسیدو او نورو چارو کې شریک کړئ؛ نو په تاسو باندې په دې کې څه ګناه نشته، نو پس هغوئ ستاسې دیني وروڼه دي، او وروڼه خو له یو بل سره مرسته کوي، او د یو بل سره په چارو کې مرسته هم کوي، او الله تعالی په هغه چا پوهېږي چې فساد کوي په یوځای کولو د مال د یتیم له خپل مال سره، له هغه چانه چې اصلاح یې مقصد وي، او که چېرې الله تعالی په تاسو باندې د یتیمانانو په باره کې مشقت غوښتلی، نو په تاسو به یې مشقت کړی وای، خو الله تعالی تاسو سره د یتیمانانو په تعامل کې آسانتیا کړي ده؛ ځکه د الله تعالی دین پر آسانتیا ولاړ دی، بېشکه الله تعالی برلاسی (غالب) دی هیڅ شی ورباندې غالبېدلی نه شي، په خپلو مخلوقاتو، کارونو او حکمونو کې حکیم دی.
التفاسير: