وَاتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ ۚ— وَمَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ ۗ— وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَمَارُوْتَ ؕ— وَمَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ؕ— فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهٖ ؕ— وَمَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ ؕ— وَلَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۫ؕ— وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې دوی د الله تعالی دین پرېښود نو د هغې پر ځای يې د شیطانانو د ځانه جوړو شوو خبرو چې د سلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې د جادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې د خلکو د ازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ د خلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته د جادو د زده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې د هغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول د ښځې او خاوند تر منځ د کینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم د الله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول د الله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک د آخرت د هر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې د الله تعالی د وحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل.
التفاسير: