نو دوی هغه کار وکړ چې امر ورته پرې کړی شوی و او الله تعالی په دوی باندې خوب راوست، او دوی یې د خپل دښمن نه بچ وساتل، او ته به وینې -ای دوی ته کتونکيه- لمر لره کله چې راخیژي د مشرق طرف نه نو د دوی د غار نه به د ننوتونکي ښي طرف ته کږیږي، او کله چې د پریوتو په وخت کې لمر پریوځي نو کږيږي د دوی نه په چپ طرف باندې نو دوی ته لمر نه رسیږي، پس دوی په همیشه سیوري کې دي د لمر ګرمي ورته تکلیف نشي رسولی، او دوی د دې غار په پراخه برخه کې دي چې هوا ورته رسیږي څومره چې دوی ورته حاجت لري، دا دوی ته چې ورسیدل د پناه وړلو د دوی غار ته، او په دوی باندې خوب راوستل، او د دوی څخه د لمر کږیدل، او د دوی د ځای پراخوالی او د دوی د خپل قوم نه خلاصیدل: دا ټول د الله تعالی د عجیبه پیدایښت نه دي چې د هغه په قدرت دلالت کوي، چا ته چې الله تعالی د هدایت لارې ته توفیق ورکړي نو هغه په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او څوک چې لرې کړي د هدایت د لارې نه او بې لارې یې کړي نو هیڅکله به ته دې لره څوک مددګار بیا نه مومې چې د هدایت طرف ته ورته توفیق ورکړي، او هغه ته یې ورسوي؛ ځکه چې هدایت د الله تعالی په لاس کې دی، نه د دې ګمراه او بې لارې کس په لاس کې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من حكمة الله وقدرته أن قَلَّبهم على جنوبهم يمينًا وشمالًا بقدر ما لا تفسد الأرض أجسامهم، وهذا تعليم من الله لعباده.
د الله تعالی د حکمت او قدرت نه دا دي چې دوی یې په ښي اړخ او چپ اړخ اړول راړول په هغه اندازه چې ځمکه د دوی جسدونه خراب نه کړي، او دا د الله تعالی له طرفه خپلو بندګانو ته ښودنه ده.