او کله چې تاسې په څنګ شوئ د خپل قوم څخه، او پریښودل تاسې هغه څه چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، نو تاسې بندګي نه کوله مګر یواځې د الله تعالی، نو پناه ویسئ غار ته لپاره د تختولو د خپل دین ستاسې پراخه به کړي تاسې ته ستاسې رب د خپل رحمت او مهربانۍ څخه هغه څه چې تاسې پرې ساتي ستاسې د دښمن نه او حفاظت مو کوي، او اسان به کړي تاسې لره ستاسې د کار نه هغه چې تاسې پرې فایده اخلئ د هغه څه نه چې تاسې ته پرې بدله درکوي د زندګۍ تیرولو نه ستاسې د قوم په منځ کې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من حكمة الله وقدرته أن قَلَّبهم على جنوبهم يمينًا وشمالًا بقدر ما لا تفسد الأرض أجسامهم، وهذا تعليم من الله لعباده.
د الله تعالی د حکمت او قدرت نه دا دي چې دوی یې په ښي اړخ او چپ اړخ اړول راړول په هغه اندازه چې ځمکه د دوی جسدونه خراب نه کړي، او دا د الله تعالی له طرفه خپلو بندګانو ته ښودنه ده.